پکتیکا ته د ورزش ادارې رهبري سفر؛ دا لومړی ځل دی، چې د ورزش په برخه د رهبرۍ په کچه دې ولایت ته سفر کیږي

org_admin
Thu, May 09 2024 10:39 AM
پکتیکا ته د ورزش ادارې رهبري سفر؛ دا لومړی ځل دی، چې د ورزش په برخه د رهبرۍ په کچه دې ولایت ته سفر کیږي

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره درې کسیز پلاوي یې د پکتیکا ولایت د ورزشي وضعیت د ارزولو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له ورزشي آمریت څخه د لیدنې، له اداري کارمندانو او د فدراسیونونو له مسوولینو سره د دوو جلا جلا ناستو ترڅنګ د ورزشکارانو یوې پراخې غونډې کې ګډون وکړ.

په دغې غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره تللي درې کسیز پلاوي ترڅنګ د دې ولایت مرستیال مولوي عبدالسلام مخدوم، بېلابېلو رئیسانو، آمرینو او ګڼو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د ورزش ادارې لوی رئیس د یاد ولایت ورزشي آمریت له کارمندانو او فدراسیونو سره په دوو جلا جلا ناستو کې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی ستونزو ته به د امکان ترکچې رسېدنه کېږي او دې ولایت ته د سفر موخه یې هم د ورزشکارانو شته ستونزو ته د حللارو لټول دي.

مولوي احمدالله وثیق د ورزشکارانو يوې بلې پراخې غونډې ته د ااا له راتګ وروسته د ورزش په برخه کې وروستیو پرمختګونو او بریاوو ته په اشارې وویل: زموږ ورزشکارانو د فوټبال، فوتسال او نورو برخو کې وروستي پرمختګونه او بریاوې د هیچا له سترګو پټې نه دي او د نړۍوالو رسنیو د سرټکی وي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د دې ولایت د ورزشي آمریت په واک کې به تر ممکنې کچې اسانتیاوې او امکانات په واک کې ورکړم او دلته د فوټبال د زیانمن شوي او خراب شوي لوبغالي بیا رغاونه زموږ لومړیتوب دی.

په ورته وخت کې یادې غونډې ته د پکتیکا مرستیال والي وویل: تاسو د وطن د دفاع په خاطر او نړۍ ته د خپل وطن د امنیت د وړاندې کولو په خاطر ورزش وکړئ، چې کله مو نیت دا وي، ستاسو ورزش په عبادت کې حسابیږي.

هغه زیاته کړه، دې ولایت ته د ورزش ادارې رهبري دا په ډاګه کوي، چې ااا د ورزش ترڅنګ کلک ولاړ او ملاتړ یې کوي.

دغه راز د ورزش ادارې لوی رئیس او ورسره مله پلاوي، په دې ولایت کې د ورزش ادارې له ورزشي ځایونو، شته جمنازیوم او سټیډیوم څخه هم لیدنه وکړه او ځینې ورزشکاران یې په نغدي ډالیو ونازول.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS