پکتیکا ته د ورزش ادارې رهبري سفر؛ دا لومړی ځل دی، چې د ورزش په برخه د رهبرۍ په کچه دې ولایت ته سفر کیږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۰:۳۹
پکتیکا ته د ورزش ادارې رهبري سفر؛ دا لومړی ځل دی، چې د ورزش په برخه د رهبرۍ په کچه دې ولایت ته سفر کیږي

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره درې کسیز پلاوي یې د پکتیکا ولایت د ورزشي وضعیت د ارزولو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له ورزشي آمریت څخه د لیدنې، له اداري کارمندانو او د فدراسیونونو له مسوولینو سره د دوو جلا جلا ناستو ترڅنګ د ورزشکارانو یوې پراخې غونډې کې ګډون وکړ.

په دغې غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره تللي درې کسیز پلاوي ترڅنګ د دې ولایت مرستیال مولوي عبدالسلام مخدوم، بېلابېلو رئیسانو، آمرینو او ګڼو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د ورزش ادارې لوی رئیس د یاد ولایت ورزشي آمریت له کارمندانو او فدراسیونو سره په دوو جلا جلا ناستو کې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی ستونزو ته به د امکان ترکچې رسېدنه کېږي او دې ولایت ته د سفر موخه یې هم د ورزشکارانو شته ستونزو ته د حللارو لټول دي.

مولوي احمدالله وثیق د ورزشکارانو يوې بلې پراخې غونډې ته د ااا له راتګ وروسته د ورزش په برخه کې وروستیو پرمختګونو او بریاوو ته په اشارې وویل: زموږ ورزشکارانو د فوټبال، فوتسال او نورو برخو کې وروستي پرمختګونه او بریاوې د هیچا له سترګو پټې نه دي او د نړۍوالو رسنیو د سرټکی وي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د دې ولایت د ورزشي آمریت په واک کې به تر ممکنې کچې اسانتیاوې او امکانات په واک کې ورکړم او دلته د فوټبال د زیانمن شوي او خراب شوي لوبغالي بیا رغاونه زموږ لومړیتوب دی.

په ورته وخت کې یادې غونډې ته د پکتیکا مرستیال والي وویل: تاسو د وطن د دفاع په خاطر او نړۍ ته د خپل وطن د امنیت د وړاندې کولو په خاطر ورزش وکړئ، چې کله مو نیت دا وي، ستاسو ورزش په عبادت کې حسابیږي.

هغه زیاته کړه، دې ولایت ته د ورزش ادارې رهبري دا په ډاګه کوي، چې ااا د ورزش ترڅنګ کلک ولاړ او ملاتړ یې کوي.

دغه راز د ورزش ادارې لوی رئیس او ورسره مله پلاوي، په دې ولایت کې د ورزش ادارې له ورزشي ځایونو، شته جمنازیوم او سټیډیوم څخه هم لیدنه وکړه او ځینې ورزشکاران یې په نغدي ډالیو ونازول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۳
Background image

پکتیکا؛ په سروضه ولسوالي کي د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

دغه سيالۍ چې ۱۷ ورځې به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې خيال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ارزګان؛ په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکیټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۴۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د ۵۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌ وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار ورزشي کمپ کې د ۵۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې. . .

BACK TO NEWS