خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز زېړۍ ترخې ميدان کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ د بريال چينې لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې بريال چينې لوبډلې سيالې شاهين کلب لوبډلې ته د ۱/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې مياشتې دوام وکړي.
