هلمند؛ بُست اتلانو لوبډلې د اتحاد په نوم د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
Wed, May 01 2024 8:25 PM
هلمند؛ بُست اتلانو لوبډلې د اتحاد په نوم د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د کجکي ولسوالۍ په مرکزي ميدان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د بُست اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د بُست اتلانو او اتحاد لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، اتحاد اتلانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۴۷ منډو هدف کېښود، بُست اتلانو لوبډلې ياد هدف په لسم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو پرمختگ او هڅول وو، چې شاوخوا ۱۷ ورځې يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS