ننګرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د افغان بیسیم غوره لیګ دویم پړاو کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
Thu, Apr 25 2024 7:08 PM
ننګرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د افغان بیسیم غوره لیګ دویم پړاو کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په مالي مرسته د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د هېواد د بیا رغونې په نوم د کرکټ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بانډې ضاقیانو او خوځښت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د بانډې قاضیانو لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه او خوځښت لوبډلې د ۸ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یاد هدف پوره کړ او په دوه ویکټو یې لومړۍ بریا خپله کړه.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د ورزش ادارې استازو، د افغان بیسیم شرکت استازو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

ټاکل شوې چې یادې سیالۍ به یوه نیمه میاشت دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS