خوست؛ ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Mar 11 2024 11:20 PM
خوست؛ ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټاکنيزې سيالۍ د رشيد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د رشيد او عثمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې عثمان لوبډلې په اتو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۶۲ منډو هدف کېښود، رشيد لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او د څلور ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل وو، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS