کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
Sat, Feb 24 2024 1:56 PM
کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ او د سحر گل مرادي په مالي ملاتړ د دې ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې د کندز، بغلان او جوزجان ولایتونو د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ تر سره شوې.

په يادو سياليو کې د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست رييس، د کورش فدراسيون رييس، د علي آباد ولسوالۍ د ورزشي کمېټې آمر، د سيمې مشرانو او گڼ شمېر د کورش لوبې مينوالو گډون کړی وو.

د دغو سياليو موخه د پهلوانانو جسمي روزنه او خلکو ته د سالمې تفريح برابرول ښودل شوي وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS