دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو له لوري د ځغاستې اتلتیک سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې اتلتیک سیالۍ د یاد ولایت خدیر ولسوالۍ د کیان کلي په ۴۰۰ متري واټن کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
د غه سیالۍ په دوه عمري کټکوریو کې د نوي ځوانانو او لویو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې د لویو ورزشکارانو له کټګورۍ یونس محمدي لومړی مقام، حبیب الله دویم مقام او علي خان محمدي درېیم مقام ترلاسه کړاو د نوي ځوانانو له کټګورۍ رحمان اشکان لومړی مقام، رحمان غلامي دویم مقام او بومان درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول، د یادو سیالیو اصولو سره بلدتیا او د پلي تګ رواجول وو.
