بلخ؛ مزارشریف کې د نهه ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sat, Jan 20 2024 9:54 AM
بلخ؛ مزارشریف کې د نهه ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي د یاد ولایت د وزلوبې فدراسیون له لوري په مزار شریف ښار کې د حاجي مقیم بای په لوبغالي کې د نهه ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو څخه له ۲۰۰ زیاتو چاپ اندازانو ګډون کړی دی، چې نن په ټوله ورځ کې دوه نمرې د بلخ ولایت عبدالصمد له لوري ترلاسه شوې او ټاکل شوې ډالۍ یې ترلاسه کړې.

په دغو سیالیو کې د بلخ د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي نور علم بدر، د افغانستان د وزلوبې، نېزه وهنې او سیمه ييزو لوبو فدراسیون رئیس غلام سرور جلال، د ولایتونو د وزلوبې د فدراسیونونو استازو او له ۳۰ زرو څخه زیاتو مینوالو ګډون کړی و.

ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو پاتې لوبې ب

ه سبا شنبه سهار ۹ بجې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې په پای کې د لومړي آخرلاق ګټونکي ته یو اوښ او نغدې پیسې او د دویم آخرلاق ګټونکي ته یو عراده موټر د ډالۍ په توګه ټاکل شوی دی.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS