غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د کامران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Thu, Jan 11 2024 12:41 PM
غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د کامران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې د رسنې کلي په ورزشي میدان کې پیل شوې وې د کامران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د مکتب اتلان، نوي ځوانان، تورغر بازان، میوند اتلان، قریشي زمریان او کامران لوبډلو ګډون کړی وو؛ په پایله کې کامران لوبډلې وکولای شول پایلوبه کې خپلې سیالې قریشي زمریانو لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او ځوانانو ترمنځ یووالی ښودل شوی؛ د سیالۍ په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته جایزې، مډالونه او ستاینلیکونه ورکول شول.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS