ننګرهار؛ شگۍ لوبډلې د ټېب بال کرکټ سیاليو اتلولي وگټله

org_admin
Sun, Dec 31 2023 12:04 PM
ننګرهار؛ شگۍ لوبډلې د ټېب بال کرکټ سیاليو اتلولي وگټله

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د شينوارو شپږگونو ولسواليو سپورټي مدیریت له لوري، د ياد ولايت په دور بابا ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د سولې جام په نوم، د ټېب بال کرکټ سيالۍ د شگۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د شگۍ او چینار لوبډلو تر منځ تر سره شوه، د لوبې پچه شگۍ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکو، چينار لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۱۷ منډو په توپير شگۍ لوبډلې د ياد جام اتلولي په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه، له نظام څخه ملاتړ او د ځوانانو تر منځ يووالی ښودل شوی و.

په پای کې لومړي مقام او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه ورکړل شول‌.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS