ننګرهار؛ شگۍ لوبډلې د ټېب بال کرکټ سیاليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۷:۳۴
ننګرهار؛ شگۍ لوبډلې د ټېب بال کرکټ سیاليو اتلولي وگټله

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د شينوارو شپږگونو ولسواليو سپورټي مدیریت له لوري، د ياد ولايت په دور بابا ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د سولې جام په نوم، د ټېب بال کرکټ سيالۍ د شگۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د شگۍ او چینار لوبډلو تر منځ تر سره شوه، د لوبې پچه شگۍ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکو، چينار لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۱۷ منډو په توپير شگۍ لوبډلې د ياد جام اتلولي په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه، له نظام څخه ملاتړ او د ځوانانو تر منځ يووالی ښودل شوی و.

په پای کې لومړي مقام او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه ورکړل شول‌.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۶:۳۳
Background image

پکتيکا کې د‌ ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شېخانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ په پيرکوتي سيمه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ په ليرې پرتو سيمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۶:۳۱
Background image

کندز؛ مرکز کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۶:۲۶
Background image

لوگر کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پل علم ښار کې د پنځو کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نويو. . .

BACK TO NEWS