میدان وردګ؛ په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او مرکزي بهسودو ولسولۍ د ورزشي کمېټې په همکارۍ د فوټبال سیالۍ، چې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د درخشان تګاب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې تگاب راموز، درخشان تگاب راموز، هلال راقول، اتحاد شاداب راموز، اتحاد دامن راموز، سراب، مندولیات پیتاب، نوجوانان تگاب راموز، امید هلمند، عدالت شینیه، عقابان کوه بابا، اتحاد پیتاب راموز، شهید حسین علی هشت درخت، اتحاد بایزید سرخ آباد، اتحاد مرگ او انستیتیوت پیتاب هلمند لوبډلو ګډون کړی و.
د دغو سياليو په پايلوبه کې دتګاب درخشان راموز لوبډلې خپلې سیالې اتحاد شاداب لوبډلې ته د ٣-١ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.