د ورزش لپاره ځانګړې شوې بوديجه د ورزشکارانو لپاره کارول کېږي. د بدني روزنې او ورزش رياست او المپیک ملي کمېټې مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي دا څرګندونې د مډال ګټونکو لوبغاړو په ستاينغونډه کې وکړې.

Anonymous (not verified)
Mon, Aug 05 2019 9:05 AM
ودیجه ورزش، برای ورزشکاران به مصرف میرسد. این مطلب را داکتر حفیظ الله ولی رحیمی رییس عمومی تربیت بدنی و ورزش و کمیته ملی المپیک در محفل تقدیر از ورزشکاران مدال آور بیان نمود.

د ورزش لپاره ځانګړې شوې بوديجه د ورزشکارانو لپاره کارول کېږي.
د بدني روزنې او ورزش رياست او المپیک ملي کمېټې مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي دا څرګندونې د مډال ګټونکو لوبغاړو په ستاينغونډه کې وکړې.
ستاينغونډه نن يکشنبه د زمري په ۱۳ مه تر غرمې وړاندې د المپيک د ملي کمېټې په سالون کې وشوه چې پکې د تکواندو، د غړو ښکلا، موی تای، جوجېتسو، فوټبال، پارا المپیک او سوک وهنې مډال ګټونکي لوبغاړي وستايل شول.
په پېل کې اړونده څانګو مسؤلينو د خپلو سفرونو د پايلو او لاسته راوړنو په تړاو راپور وړاندې کړ او د بدني روزنې او ورزش رياست او المپیک د ملي کمېټې له ملاتړ يې مننه وکړه.
بيا د بدني روزنې او ورزش رياست او د المپيک د ملي کمېټې مشر وويل : يو کال وړاندې د سمونې او اصلاحاتوکومه پروسه چې پېل شوې وه اوس يې مونږ نتيجه ګورو چې له کبله يې لوبغاړي مډالونه ګټي.

 ورزش لپاره ځانګړې شوې بوديجه د ورزشکارانو لپاره کارول کېږي. د بدني روزنې او ورزش رياست او المپیک ملي کمېټې مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي دا څرګندونې د مډال ګټونکو لوبغاړو په ستاينغونډه کې وکړې.

له بل اړخه د فدراسيونو رهبري د ډسپلين او د ورزش په قانونمندۍ کې پوره هڅه کوي او پرمخ روان دي.
هغه زياته د ظرفيت لوړونې په تړاو وويل چې د کادرونو د جوړونې لپاره جدي اړتيا ده او په دې برخه کې به هر هغه څه وکړي چې لازم وي ترڅو ورزشي څانګې د فني او کادرونو له اړخه په ځان بسيا شي.
د المپیک د ملي کمېټې مشر په يو شمېر فدراسيونو کې د ستونو څخه هم يادونه وکړه، نوموړي وويل د يو شمېر فدراسيونو مشرانو دندې ځنډېدلي خو د لوبغاړو فعاليتونه نه دې درېدلي او په اړونده څانګه کې يې د قناعت وړ نتيجې ترلاسه کړي.

هغه تالار کې ناستو ورزشکارانو ته وويل: د راتلونکي کال د ورزش بوديجې د زياتوالي لپاره د چارواکو سره اړيکه کې دی خو له فدراسيونو څخه هم يې هم هيله وکړه چې فدراسيونونه هم هڅه وکړي چې پخپلو پښوودرېږي او د اقتصاد له اړخه په خپل ځان بسيا شي.
همدرانګه هغه ستاينليکونه چې په کاناډا کې مېشتو افغان ورزشي ټولنې ورزشکارانو، ښوونکو پخوانيو لوبغاړو ته ډالۍ کړي وو د المپیک د ملي کمېټې لخوا پرې دلته وويشل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS