ننګرهار؛ په چپرهار ولسوالۍ کې د شپږو لوبډو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښونو او همکارۍ د کډوالو د ښه راغلاست او له نظام څخه د ملاتړ په موخه په چپرهار ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د صافي اباد او ضیاالرحمن کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ضیا الرحمن کلب لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو په زیان ۱۱۰ منډې هدف کېښود، بل لوري ته صافي اباد لوبډلې یاد هدف په اسانۍ سره ترلاسه کړ او په پنځو وېکټو یې ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به له ۴۵ ورځو دوام وروسته پای ته ورسېږي.