بلخ؛ د څلور ولايتونو د ١٢٠ ورزشکارانو په ګډون د کورش سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په چهارباغ سيدان کلي کې د بلخ، فارياب، جوزجان او سمنګان ولایتونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د يوې شپې لپاره د کورش سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د بلخ ولایت د ورزش او کورش فدراسيون مسوولینو او د دې رشتې ګڼ شمېر مينه والو ګډون درلود.
د يادو سياليو په پايله کې د ټولو ولایتونو ورزشکاران ښه وځلېدل او ښې پایلې يې ترلاسه کړلې.
د دې سياليو موخه د بلخ ولایت دولت اباد ولسوالۍ چهارباغ سيدان کلي اوسېدونکو ته د سالمي تفريح برابرول دي.