خوست؛ د شېر تڼي په نوم د ٧٠ کلبونو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ پيل شوې

org_admin
Tue, Oct 24 2023 9:28 AM
خوست؛ د شېر تڼي په نوم د ٧٠ کلبونو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت ورزش امريت د خپل کلني پلان پر اساس د کرکټ ټېپ بال فدراسیون له لوري په تڼيو ولسوالۍ کې د داخلي ٧٠ کلبونو ترمنځ د شېر تڼي په نوم د کرکټ ټېپ بال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د فقير اباد ځلميو او احسان سټار لوبډلو ترمنځ وشوه، چې احسان سټار لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د فقير اباد ځلمو لوبدلې ته يې توپوهنې بلنه ورکړه.

د فقير اباد لوبډلې په ټاکلو ١٢ اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ١٠٧ منډې وکړې.

په مقابل کې د احسان سټار لوبډلې ورکړل شوى هدف د لوبې په ٩ اور کې د شپږو لوبغاړو په زيان پوره کړ.

په دې لوبه کې ننګيال د ٦٠ منډو په کولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

د خوست ولایت د ورزش مسوولین وايي؛ د دې ډول ټورنمنټونو لړۍ به د خوست ټولو ولسواليو ته وغځول شي، چې په ترڅ کې به يې د هرې ولسوالۍ د کرکټ ټېپ بال منتخبې لوبډلې هم وټاکل شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS