په کابل کې د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د موی تای سیالۍ ترسره شوې

په پلازمېنه کابل کې د خراسان موی تای ټولنې له لوري د موی تای فدراسیون په همکارۍ د ښوونکي نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
د ښوونکي د ورځې نمانځنې په مناسبت په خراسان موی تای کلب کې د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري ډلبندیو او بيلابېلو وزنونو کې د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.
په دې مناسبتي سیالیو کې د موی تای فدراسیون مسوولینو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینه والو برخه اخیستې وه او د ورزشکارانو هڅونه یې وکړه.
د سیالیو په پای کې ۱۸ تنو ته چې ښه ځلېدلي وو، ستاینلیکونه ورکړل شول.