کندهاري ځوانانو لوبډلې د کندهار ولایت د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

د کندهار ولایت د ورزش ریاست په مرسته د فوټبال فدراسیون استازولۍ له لوري د ۳۲لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې د کندهاري ځوانانو لوبډلې په لومړي او همت ځوانانو لوبډلې په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې د کندهار په غازي محمدایوب خان لوبغالي کې پیل شوې وې پایلوبه یې د کندهاري ځوانانو او همت ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د کندهار ځوانانو لوبډلې د ۳-۰ ګولونو په توپیر خپل سیال ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
په پای کې د لومړي او دویم مقام ګتونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته هم کپونه او مډالونه ورکړل شول.