خوست؛ د فوټبال الف ګروپ لیګ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د ورزش امریت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون استازولۍ د کلني پلان مطابق د ۱۱ لوبډلو په ګډون د فوټبال الف ګروپ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د متون لنډۍ او لکڼو منتخب لوبډلو ترمنځ وشوه چې ۲-۰ ګولونو په توپیر د لکڼو منتخب لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
دغه سیالۍ چې په دريو ګروپونو کې ترتیب شوې لس ورځې به دوام وکړي، چې له دې ډلې به دوې پیاوړې لوبډلې د فوټبال غوره لیګ او دې د ټیټ امتیاز اخیستونکې لوبډلې به ب ګروپ ته راښکته شي.