کندهار؛ په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو له لوري د پارکور ورزشي نندارې ترسره
د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کندهار ښار او یادې ولسوالۍ د ۶۰ ورزشکارانو له لوري د پارکور ورزشي نندارې ترسره شوې.
د دغو ورزشي نندارو په مراسمو کې د یاد ولایت د پارکور ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده، چې د دغو ورزشي نندارو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول، د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او د کندهار ولایت په کچه د غوره ورزشکارانو موندل وو.
هېره دې نه وي، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته د ورزشي مسوولینو له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.
