د فیفا په فوروارډ ورکشاپ کې د فوټبال فدارسیون د مسؤولینو ګډون؛ د فیفا له لوري د فوټبال فدراسیون د بودیجې لېږد ته هیلې ډیرې شوي

org_admin
Mon, Jul 10 2023 3:13 PM
د فیفا په فوروارډ ورکشاپ کې د فوټبال فدارسیون د مسؤولینو ګډون؛ د فیفا له لوري د فوټبال فدراسیون د بودیجې لېږد ته هیلې ډیرې شوي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون لومړۍ رده مسؤولینو د فیفا په فارورډ ورکشاپ کې چې د جولای له ۵مې تر ۷مې په دوبۍ کې جوړ شوی و، ګډون کړی دی.

په دې ورکشاپ چې د مرکزي او جنوبي اسيا د فوټبال فدراسیونونو مسؤولینو پکې ګډون کړی و، د برخوالو هېوادونو په ښوونځيو کې د فوټبال د پروګرامونو پر پلي کېدو تمرکز او ټینګار شوی.

له ورکشاپ وروسته د افغانستان فوټبال فدراسیون مسؤولینو د فیفا له مسوولینو سره ناسته وکړه، چې د فدراسیون پر مشر یوسف کارګر، طاهر رووفي او ډاکټر بهرام صدیقي سربېره د یاد فدراسیون مرستیال حافظ احمد جان او د اجرایوي کمېټې غړي عبدالحق فیضي هم حضور درلود.

د یادې کتنې په ترڅ کې له لومړي ورکشاپ وروسته، مالي ورکشاپ هم ترسره شو، چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په مالي ستونزو او ننګونو پکې بحث وشو.

د فوټبال فدراسیون مسؤولین وایي د فیفا له مشرتابه سره یې له دې ناستې وروسته دې ته هیلې زیاتې شوي، چې فیفا به د فوټبال فدراسیون بودیجه افغان لوري ته ولېږدوي. مالي ورکشاپ چې له لومړي ورکشاپ وروسته جوړ شو، د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر مالي ستونزو پکې خبرې وشوې. له دې غونډې وروسته دا هیلې زیاته شوي، چې فیفا به د فدراسیون بودیجه افغان لوري ته ولېږدوي او ورسره به د یاد فدراسیون مالي ستونزې حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د هیواد د ورزش ادارې مشرتابه د یو مکتوب په لېږلو د افغانستان د فوټبال فدراسیون داخلي چارې مستقلې یادې کړې او پکې ویل شوي وو، چې د فیفا او اې. ایف. سي منشور او اصولو ته به ممانعت نه کیږي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS