هلمند؛ د ناوې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي استقلال اتلانو لوبډلې خپله کړه
د هلمند ولايت په ناوه ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ دويم پړاو اختريزو سياليو اتلولي استقلال اتلانو لوبډلې خپله کړه.
ددغو سياليو پايلوبې ته استقلال اتلانو او شنه ناوه لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه استقلال اتلانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالي لوبډلې ته ۱۹۸ منډې هدف کېښود؛ بل لوري ته شنه ناوه لوبډلې د ټاکلو اورونو په لوبولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او په ۲۰ منډو يې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي چې يادې سیالۍ د ناوې ولسوالۍ په مرکز خلچ کې ترسره شوې او له مختلفو ولسوالیو څخه پکې ۱۵ لوبډلو ګډون کړی و.
