هلمند؛ د ناوې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي استقلال اتلانو لوبډلې خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۱۲:۵۱
هلمند؛ د ناوې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي استقلال اتلانو لوبډلې خپله کړه

د هلمند ولايت په ناوه ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ دويم پړاو اختريزو سياليو اتلولي استقلال اتلانو لوبډلې خپله کړه.

د‌دغو سياليو پايلوبې ته استقلال اتلانو او شنه ناوه لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه استقلال اتلانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالي لوبډلې ته ۱۹۸ منډې هدف کېښود؛ بل لوري ته شنه ناوه لوبډلې د ټاکلو اورونو په لوبولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او په ۲۰ منډو يې ماتې وخوړه.

هېره دې نه وي چې يادې سیالۍ د ناوې ولسوالۍ په مرکز خلچ کې ترسره شوې او له مختلفو ولسوالیو څخه پکې ۱۵ لوبډلو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS