میدان وردګ؛ د ITF تکواندو پنځم پړاو ولایتي سیالۍ د میدان وردګ په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې

org_admin
Sat, May 20 2023 9:01 AM
میدان وردګ؛ د ITF تکواندو پنځم پړاو ولایتي سیالۍ د میدان وردګ په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې

د ITF تکواندو پینځم پړا ولایتي سیالۍ چې دوه ورځې وړاندې د میدان وردګ ولایت په کوربتوب پیل شوې وې، د میدان وردګ په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.

په دې سیالیو کې له شپږو ولایتونو څخه ۱۰۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې په ټیمي برخه کې له میدان وردګ وروسته غزني دویم او کابل درېیم مقام، او په انفرادي برخه کې بیا کابل لومړی او ننګرهار دویم مقام خپل کړ.

د بدني روزنې او سپورټ آمر ذبیح الله وهاج یادې سیالۍ ډیرې شفافې، منظمې او معیاري وبللې او د آی ټي اف تکواندو له مسؤولینو یې د هغوی له ښه تنظیم او رهبرۍ څخه مننه وکړه.

د سیالیو مو ای ټي اف تکواندو ته وده ورکول او د ولایتونو د ورزشکارانو تر منځ یووالی او همغږي رامنځ ته کول وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS