په پلازمېنه کابل کې د ارواښاد استاد رغبت بوکسنګ جام دیرشم پړاو سیالۍ پيل شوې

org_admin
Tue, May 16 2023 12:39 PM
په پلازمېنه کابل کې د ارواښاد استاد رغبت بوکسنګ جام دیرشم پړاو سیالۍ پيل شوې

په پلازمېنه کابل کې د بوکسنګ ملي فدراسیون له لوري د ارواښاد استاد رغبت بوکسنګ جام دیرشم پړاو سیالۍ د ۲۲ کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې.

دغه سیالۍ چې د بوکسنګ فدراسیون په مرکزي ذال کې ترسره کیږي، د (۱۱-۱۲ کلنو او ۱۴-۱۶کلنو) د دوو عمري ډلبندیو ۱۳۰ تنه ورزشکاران پکې برخه لري.

په دې سیالیو کې به ورزشکاران له ۳۵ کیلو تر ۷۰ کیلو پورې په ۱۴ وزنونو کې د یو بل په وړاندې سیالۍ وکړي او تر راتلونکو څلورو ورځو پورې به یې سیالۍ د وام ولري.

د سیالیو موخه د ارواښاد عبدالغفور رغبت یاد او د بوکسنګ د تنکیو ورزشکارانو وړتیاوو ته وده ورکول دي.

دغه سیالۍ هر کال د کابل ښار د کلبونو ترمنځ د ارواښاد عبدالغفور رغبت د بوکسرانو ټولنې له لوري او د افغانستان د بوکسېنګ فدراسیون په همکارۍ ترسره کیږي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS