پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د غیبي خېلو لوبډلې په بریا ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د واليبال پیل شوې سیالۍ د یحی خېلو ولسوالۍ د غیبي خېلو کلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې د کوچني اختر په مناسبت پیل شوې وې، ۱۳ ورځې یې دوام وکړ او د یوسف خېلو، یحی خېلو او خیر کوټ ولسوالیو څخه پکې ۱۶ لوبډلو ګډون کړی وو.
د نوموړو سیالیو په پایلوبه کې غیبي خېلو کلي لوبډلې خپلې سیالې د یوسف خېلو د حضرت یوسف لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
