میدان وردګ؛ د جلرېز ولسوالۍ والیبال سیالۍ د راشکو بابا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, May 08 2023 9:00 AM
میدان وردګ؛ د جلرېز ولسوالۍ والیبال سیالۍ د راشکو بابا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او جلرېز ولسوالۍ د سپورټي کمېټې په همغږۍ په یاده ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د راشکو بابا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې لس ورځې یې دوام وکړ په پایلوبه کې راشکو بابا لوبډلې خپلې سیالې فامیلو لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

باید یادونه وشي چې په دغو سیالیو کې د مرکز میدان ښار، جلرېز او نرخ ولسوالیو د والیبال لوبډلو ترڅنګ د بامیانو ولایت څخه هم دوو لوبډلو ګډون کړی و.

هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي امریت د مسولینو له لوري کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS