بادغیس؛ د پنځو ولایتونو ١٠ لوبډلو په ګډون د رستمي پهلواني ټورنمنټ پيل شو
د بادغيس ولايت په کوربتوب د دې ولايت په ورزشي سټډيوم کې د رستمي پهلواني دغه سيالۍ د هرات، هلمند، فراه، نيمروز او بادغیس ولایتونو د ١٠ لوبډلو ترمنځ پيل شوې.
په دغو سياليو کې ٤ لوبډلې له بادغیس،٢ لوبډلې له فراه، ٢ لوبډلې له نيمروز او ١ لوبډله له هلمند ولایت څخه ګډون لري.
د يادولو وړ ده چې د دغو فاينل لوبه کې به نن جمعه د غويي په ١٥مه نېټه له ٦٠ څخه تر ١٠٠ کيلو وزنونو غوره پهلوانانو وټاکل شي.
