غزني؛ د فوټسال رمضان جام سیالۍ د سما اف سي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې
د غزني ولایت په مرکز غزني ښار کې د فوټسال رمضان جام سیالۍ چې د وري میاشتې په لسمه نېټه په افتخار جمنازیوم کې پيل شوې وې، د سما اف سي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې ۳۲ لوبډلو برخه اخیستې وه او پایلوبې ته یې پامیر اټک او سما اف سي لوبډلو لاره ومونده، په پایله کې سما اف سي لوبډلې د ۳-۰ په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د جام اتلولي یې په خپل نوم کړه.
په پای کې د غزني د فوټبال فدراسیون د استازي له لوري ګټونکو لوبډلو او مخکښو لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
