هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د فوټسال شپنۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
Tue, Apr 04 2023 8:49 AM
هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د فوټسال شپنۍ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت لښکرګاه په مرکز همت ورزشي لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال شپنۍ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه صادقي او ښاروالۍ لوبډلو ترسره کړه، چې په پایله کې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته ۳-۳مساوي پای ته ورسېده.

همدا راز په دویمه سیالۍ کې حاجي مشر لوبډلې جوانان لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې وکړه او بریا یې خپله کړه.

د نوموړو سیالیو موخه د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې د ځوانانو او ورزشکارانو مصروف ساتل دي؛ ترڅو له بېځایه ناستو څخه یې ډډه کړې وي او له اختر وروسته د سیالیو لپاره یې چمتووالی نیولی وي.

د یادو سیالیو لومړی برخه په تګ راتګ شکل او دویمه برخه به یې په ناک اوټ شکل سره ترسره شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS