په کندز کې د فوټسال سیالۍ د اخلاص لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sun, Mar 26 2023 8:34 AM
په کندز کې د فوټسال سیالۍ د اخلاص لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د فوتسال د ۲۴ لوبډلو ترمنځ راپیل شوې سیالۍ د اخلاص لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

یادې سیالۍ د کندز ولایت په مرکز خیابان ورزشي جمنازیوم کې نږدې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، چې پایلوبې ته یې اخلاص او احساني لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې اخلاص لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د یاد ټورنمنټ غوره لوبغاړی د ۱۲ ګولونو په وهلو سره محمد شعیب اعلان شو.

په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل.

د نوموړي ټورنمنټ موخه د فوټسال ورزش ته وده او د ځوانانو هڅول یاد شوي دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS