په هلمند کې د ځوانانو باشګاهي فوټبال سياليو اتلولي قيس غني لوبډلې وګټله

org_admin
Mon, Mar 13 2023 10:22 AM
په هلمند کې د ځوانانو باشګاهي فوټبال سياليو اتلولي قيس غني لوبډلې وګټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او فوټبال فدراسيون له لوري د فوټبال د شپږو لوبډلو ترمنځ پيل شوې سيالۍ د قيس غني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

نوموړې سيالۍ چې دوه اونۍ وړاندې پيل شوې وې، پايلوبې ته يې قيس غني او باک لوبډلې لار موندلې وه، چې په پايله کې قيس غني لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳_۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او د يادو سياليو اتلولي يې ترلاسه کړه.

يادې باشګاهي سيالۍ د لشکرګاه په مرکزي لوبغالي کې ترسه شوې او موخه يې د ولايت په کچه د منتخبې لوبډلې ټاکل و، تر څو په راتلونکې کې د زون په کچه سياليو کې ښه لاسته راوړنه ولرلی شي.

په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د ياد ولايت د فوټبال فدراسيون له لوري ستاينليکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS