کندهار؛ د غازي محمد ایوب خان ورزشي لوبغالي د بیارغونې چارې جریان لري

org_admin
Sat, Mar 11 2023 9:51 AM
کندهار؛ د غازي محمد ایوب خان ورزشي لوبغالي د بیارغونې چارې جریان لري

 

په کندهار کې د غازي محمد ایوب خان لوبغالی چې ډېر خلک يې په باغ عمومي پېژني د بیارغونې چارې یې روانې دي، چې ژر به د لوبغاړو پرمخ پرانیستل شي.

د دغه لوبغالي لېول کاري او د چمن کرلو چارې څه موده وړاندې د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري پیل شوې چې لا هم دوام لري.

د کندهار د بدني روزنې او ورزش رئیس حافظ محمود آغا بشر وايي: د یاد لوبغالي په بیارغونه کې د کندهار ښاروالۍ هم مرسته کړې چې دوی ترې منندوی دي.

د ښاغلي اغا بشر په وینا: د یاد لوبغالي د بیارغونې چارو له بشپړیدو سره سم به په همدې لوبغالي کې یوه لویه ورزشي مېله جوړه کړي، چې د کندهار ښار او ولسوالیو ترڅنګ به د بېلابېلو ولایتونو مېلمانه او خلک هم پکې ګډون وکړي.

نوموړی زیاتوي چې د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست مشرتابه هڅه کوي ترڅو د ورزش د لا پراختیا په موخه هیوادوالو ته د ورزش امکانات نور هم ډېر کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې لوبغالي د بیارغونې چارې په شخصي لګښت ترسره کیږي چې د کندهار د بدني روزنې او ورزش رئیس حافظ محمود آغا بشر له خوا ورکول کيږي

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS