کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د خوسي لوبې د ودې په پار سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
Sun, Jan 29 2023 9:51 AM
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د خوسي لوبې د ودې په پار سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د خوسي لوبې د ودې په پار سيالۍ ترسره شوې.

يادې لوبې د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او امام صاحب د ورزش امريت له لوري د يادې ولسوالۍ په ياران فوټسال لوبغالي کې ترسره شوې.

دغه لوبو ته د بدني روزنې او ورزش رئیس قاري عزت الله سينان سربېره، سلګونه دولتي او غير دولتي نندارچيان راغلي وو.

هېره‌ دې نه‌ وي چې د نوموړو سياليو اتلولي د کندز شجاعانو لوبډلې ترلاسه کړه.

په پای کې غوره لوبغاړو ته د بدني روزنې او ورزش رياست پلاوي کپونه او ستاينليکونه ورکړل او هم د سوداګرو له لوري په ډاليو ونازول شول.

Latest news

BACK TO NEWS