د پکتيکا ولايت د نېزه بازۍ سيالۍ د يحيا خېلو ولسوالۍ په بريا پای ته ورسېدې

Afzal-af
Mon, Oct 31 2022 2:19 PM
د پکتيکا ولايت د نېزه بازۍ سيالۍ د يحيا خېلو ولسوالۍ په بريا پای ته ورسېدې

د پکتيکا د نېزه بازۍ سيالۍ، چې د پکتيکا پر ۱۵ لوبډلو سربېره د غزني او پکتيا ټيمونو هم پکې ګډون کړی و،د يحیا خېلو ولسوالۍ د لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې. 
په نوموړو سياليو کې، چې د نېزه بازۍ د فدراسيون له خوا جوړې شوې وې، د پکتيکا د بدني روزنې آمر عثمان سيرت،د نېزه بازۍ او وزلوبې فدراسيون رئيس غلام سرور جلال او د جنوبي زون رئيس محمد اسلم مخلص ګډون کړی و. 
عثمان سيرت د نېزه بازۍ او وزلوبې فدراسيون له رئيس څخه مننه وکړه،چې په لوبو کې يې ګډون کړی دی او هم يې په پکتيکا ولایت کې د نېزه بازي ورزش ته د ډېرې توجه غوښتنه ترې وکړه. 
د يادو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته موټرسايکلونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS