کاپیسا کې د فوټبال غوره لیګ پیل شو

Afzal-af
Wed, Jun 22 2022 1:51 PM
کاپیسا کې د فوټبال غوره لیګ پیل شو

د کاپیسا ولایت فوټبا غوره لیګ د دې ولایت په ورزشي سټډیوم کې د هندوکش او اریانا ځوانانو لوبډلو په مخامخ کېدو سره پیل شو چې ۲-۰ د هندوکش لوبډلې بریا خپله کړه.

د کاپیسا فوټبال غوره لیګ کې ۱۰لوبډلې ګډون لري چې هره ورځ به یوه لوبه کیږي.

د دې لوبو پر دوام به په راتلونکې سیالۍ کې پیروزي کوهبند او پیروزي کاپیسا لوبډلې سره مخ شي باید وویل شي چې دا لېګ به ۴۵ورځې دوام وکړي.

د فوټبال په دې لیګ کې لوبېدونکې لوبډلې یې د مرکز په ګډون له دریو ولسوالیو څخه برخه لري.

د لیګ د پرانستي پرمهال د دې ولایت د بدنې روزنې او ورزش مسؤلینو د دې سیالیو د پیل موخه یوبل منل، یووالی او د ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او د افغانستان مرکزي زون سیالیو ته د غوره لوبډلې لار پیدا کول دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS