اذربایجان؛ د تکواندو په روزنیز ورکشاپ کې څلور افغان استازي برخه لري

Afzal-af
Tue, May 10 2022 10:31 AM
اذربایجان؛ د تکواندو په روزنیز ورکشاپ کې څلور افغان استازي برخه لري

په پام کې ده چې د آذربایجان د پلازمېنې باکو په کوربه توب د تکواندو د لوبڅارنې دوه مهم سیمینارونه ترسره شي چې له افغانستان څخه به څلور تنه استازي پکې شتون ولري.

د تکواندو د لوبڅارنې په ۱۱۶ پړاو کې له افغانستان څخه تکواندو فدراسیون سرلوبڅار عبدالرحیم علیزی او د تکواندو فدراسیون د باندنیو اړیکو مسؤل ډاکتر حبیب الله حیدري ګډون کړی.

د ریفرش کورس یا په تکمیلي ۱۳۰ مه دوره کې بیا د تکواندو ملي فدراسیون مشر او نړیوال لوبڅار ډاکتر نجیب الله سکندري، د هېواد لومړی درجه او نړیوال لوبڅار حاجي عبدالصبور عمري ګډون لري.

دوی تر دې پخوا خپلې لومړني روزنیز پړاوونه په آنلاین تېر کړي او د حضوري ګډون شرائط یې پوره کړي وه.

د یادونې وړ ده چې یاد دوه سیمینارونه به د مې میاشته له ۱۱ تر ۱۴ نېټې پورې د تکواندو نړیوال فدراسیون تر څارنې لاندې ترسره شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS