په بامیان ولایت کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د باميانو ولايت د فوټسال غوره ليګ سيالۍ د دغه ولايت له مرکز څخه د اتو ټيمونو په ګډون په نوي جمنازيوم کې پيل شوې.
د مسوولینو په وینا؛ دغه سیالۍ به ۸ ورځې دوام وکړي.
د دغو سیالیو موخه د مرکزي زون غوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبډلو ټاکل دي.
