میدان وردک؛ له لوبغاړو څخه د ا.ا.ا د ملاتړ تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
Mon, Mar 21 2022 11:19 AM
میدان وردک؛ له لوبغاړو څخه د ا.ا.ا د ملاتړ تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د والیبال دغه سیالۍ د پنجشنبې په ورځ د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې په ځانګړو مراسمو سره پیل شوې د یادو سیالیو د پیل پرمهال د بدني روزنې او ورزش امر ذبیح الله وهاج وویل: د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې د والیبال سیالۍ په رسمي توګه او د ټاکل شویو کمېټو لخوا پپل کیږي، هغه زیاته کړه: له دغه سیالیو مو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او د ولایت په کچه د والیبال د یوه پیاوړي ټیم جوړول دي ترڅو د زون په کچه یو ټیم جوړ او د والیبال په لوبو کې ولوبیږي.

د دغه لوبو د پیل پر مهال د ولایت مقام استازي مفتي احمدالله نظامي، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي صفیع الله رائد دا ډول سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالم رقابت لپاره ښه اقدام وباله او د ورزش له امریت څخه مننه وکړه چې دا ډول سیالۍ یې برابرې کړي دغه راز دوی لوبغاړو او د ورزش امریت مسؤلینو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده پهلوان شا محمد لوګري او د هغه زوی تاج محمد لوګري ته د ولایت مقام لوری نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې، پهلوان شامحمد لوګری تر دې وړاندې د طالبانو د پخواني تحریک په دوره کې دغه ولایت ته راغلی ؤ او په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د پهلوانۍ نمایشونه نندارې ته وړاندې کړي و.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS