جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اقچه ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۲۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
