خوست کې تر ۱۶ کلنو د کم عمرو لوبغاړو لوبې

Afzal-af
Sat, Mar 05 2022 9:14 AM

د خوست کرکټ پرمختیایي ادارې په هڅو د دې ولایت تر ۱۶ کلنو د کم عمر لرونکو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ پنځوس اوریزې لوبې ښې روانې دي.

یادې سیالۍ چې د خوست پر مس عینک کرکټ لوبغالي کېږي، په دوام یې نن یو ځل بیا خوست ب ۱۶ کلنې لوبډلې د ۶۲ منډو په توپیر الف ۱۶ کلنه لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

خوست ب ۱۶ کلنې لوبډلې په ۴۷.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره؛ د عمران مسرور ۷۲ او سرباز ۳۶ منډو پر مټ ۳۱۸ منډې جوړې کړې.

خوست الف ۱۶ کلنې لوبډلې ته په توپ اچونه کې منیب الرحمان درې، حفیظ ځدراڼ او عارف الله میاخېل دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

ځوابي لوبه کې خوست الف ۱۶ کلنې لوبډلې په پوره پنځوس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۵۷ منډې جوړې کړې.

دوی ته په توپ وهنه کې احمدالله احمدي ۴۱، اصف تڼیوال ۷۹ او احسان الله حیاتزوی ۳۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د ب لوبډلې په ګټه ناصرحسن درې، ثاقب خان او ولید اتل دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی ناصرحسن ونومول شو.

باید یاده کړو، چې د خوست کرکټ پرمختیایي ادارې په هڅو د درېوو یو ورځنیو لوبو یاده لړۍ پینځو لوبو ته پورته شوه، چې په کېدو سره به یې د خوست ۱۶ کلنې لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي ترلاسه شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS