خوست کې د پاورلفټینګ ولایتي سیالۍ وشوې

Afzal-af
Sat, Mar 05 2022 9:11 AM
خوست کې د پاورلفټینګ ولایتي سیالۍ وشوې

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست له لارښوونې سره سم د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند د پاورلفټینګ فدراسیون په چوکاټ کې د ولایتي لوبو په موخه وزن کشي وشوه.

په دغو لوبو د هېواد له اوو ولایتونو څخه (100) لوبغاړي برخه لري، چې د دغې برخې د مشرانو په شتون کې یې وزنونه پورته کړل.

په دغو لوبو کې د کابل، پروان، هرات، غور، پکتیکا، پکتیا، او خوست ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی و.

په یادو لوبو کې د ځوانانو، نویو ځوانانو، لویانو او ماسټرانو په عمرونو کې لوبې وشوې.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبې تر درېوو ورځو د خوست ولایت د قبایلو ریاست د غونډو تالار کې دوام پیداکړي.

د یادولو وړ ده، چې د سویل‌ختیځ زون په کچه د والیبال سیالۍ هم سبا ماسپښین دوه بجې شروع کېږي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS