د هرات وزن پورته کولو لوبډله کندهار ته لاړه
د هرات د وزن پورته کولو فدراسیون شپږ کسیزه لوبډله نن د وزن پورته کولو په سیالیو کې د ګډون په موخه کندهار ولایت ته ولاړه.
ټاکل شوې دغه سيالۍ د کب په ١٤مه د کندهار په کوربتوب د کابل، هرات، نيمروز او فراه ولايتونو په ګډون پيل شي.
