خوست کې د دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت سره په همغږي د یاد ولایت د امنیې قومانداني د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لومړۍ حوزې په اتلولي پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ د لومړۍ حوزې او عملیاتي کنډک لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې لومړۍ حوزې لوبډلې په دوو بریاوو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
