خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د داخيو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې داخيو لوبډلې خپلې سيالې حېدر خېلو منتخبې لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
