افغانستان کې د باتوراندود فدراسیون لنډه مخېنه

Afzal-af
افغانستان کې د باتوراندود فدراسیون لنډه مخېنه

د رزمي لوبو فعالیتونه پراخ او ګڼ اړخونه لري او د هرې لوبې کلتوري متحوا د کلتور د اصلي ځای د زېږېدو په وړاندې کولو کې رغنده رول لري.

رزمي هنرونو په هیواد کې د ټولنې کلتور او ځانګړو ادابو ته په کتو پراختیا موندلې چې د هماغې سیمې له فزیکي شرایطو سره اړخ لګوي.

د باتوراندود ورزش د بدني روزنې د ورځنیو غوره علومو او فنون څخه دی چې افغانستان کې هم ګڼ شمېر مینوال لري.

باتوراندود په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د دې رشتې د بنسټ اېښودونکي همایون عالميان په هڅو په افغانستان کې د بدني روزنې او ورزش او ا لمپیک ملي کمېټې کې ثبت او راجسټر شو.

دا څانګه په میدان وردګو کابل، کاپیسا، پروان او بلخ ولایتونو کې څانګې لري، چې په ټوله کې د دې څانګې د ورزشکارانو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېږي.

دغه راز د باتوراندود ورزش د ملي لوبډلې د ورزشکارانو شمېر په مرکز او ولایتونو کې ۵۰ لوبغاړو ته رسېږي.