ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې حبيبې لوبډلې خپلې سيالې حسين خېل لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د لوبغاړو ترمنځ د يووالي او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره کېږي او يوه اوونۍ به دوام وکړي.
