ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې حبيبې لوبډلې خپلې سيالې حسين خېل لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سيالۍ د لوبغاړو ترمنځ د يووالي او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره کېږي او يوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۶
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ځغاستې لوبغاړی ذبیح الله ځواک وستايه

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ځغاستې لوبغاړی ذبیح الله ځواک، چې له هلمند څخه يې تر کابل پورې ۶۳۰ کيلومتره واټن په ځغاستې سره په شپږو ورځو کې طی کړې و، د يوې ځانګړې غونډې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار اتمه ناحیه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ایلیون سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۳
Background image

کندز کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۳۰ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS