افغان ووشو کارانو د دوو مډالونو ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول او د ورزش ادارې له لوري يې تود هرکلی وشو

org_admin
Thu, Jul 02 2026 10:38 PM
افغان ووشو کارانو د دوو مډالونو ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول او د ورزش ادارې له لوري يې تود هرکلی وشو

د ووشو شانګهای سازمان اسیایي سیالیو څخه مډال ګټونکي افغان ورزشکاران شهزاده صافی او خالد هوتک هېواد ته راستانه شول او د ورزش ادارې له لوري يې تود هرکلی وشو.

د ښه راغلاست په دغو مراسمو کې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د ووشو ملي فدراسيون رئيس بلبل شاه خالد، د ياد فدراسيون مسوولينو، ورزشکارانو او مينوالو ګډون کړی وو.

د ووشو شانګهای سازمان په دغو اسيايي سياليو کې افغان ورزشکار شهزاده صافي په ۵۶ کیلو ګرامه وزن کې په پرلپسې قزاقستاني او هانکانګي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو مډال وګاټه او بل افغان ورزشکار محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې له مبارزې پرته د برنزو مډال وګاټه.

یادې سیالۍ د چین په کوربتوب د ۱۸ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې د ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې ترسره شوې، چې د افغانستان په استازولي ۶ورزشکارانو ګډون درلود.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS